د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په سياست کښې د مذاکراتو دروازې هيڅکله نه تړل کيږي

0
154

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په سياست کښې د مذاکراتو دروازې هيڅکله نه تړل کيږي او مونږ څو ځله غوښتنه کړې چې عمران خان دې مونږ سره کښېني او خبرې دې وکړي. لاهور کښې يوې دستورې ته خطاب کښې احسن اقبال اوويل چې پاکستان نن د اقتصادي بحران سره مخ دے او له بده مرغه ترهګرۍ يو ځل بيا سر پورته کړے دے او هغه وخت نړۍ مونږ ته د ترهه ګرۍ په نظر کتلې وه، د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف وسله والو ځواکونو ته په خطاب کې وويل چې موږ د ترهګرۍ پر ضد جګړه د راتلونکو نسلونو لپاره لرو چې په دې کې د پاکستان پوځ، پوليسو او نورو امنيتي ادارو بې شمېره قربانۍ ورکړي دي او موږ د ترهګرۍ پر دغه عفريت بريالي شوي يو.
ده ووئيل قرضدار پاكستان هم د بجلۍ بحران سره مخ دې٬ په تير دور كښې دا هېواد څلور كاله په بد حالت كښې وو خو مونږ به دغه بحران ته ماتې وركړو او هېواد به د پرمختګ په لاره روان كړو٬ انشاالله۔ وروستو ميډيا سره خبرو کې وفاقي وزير وويل د 2018ء په ټولټاکنو کې دپنجاب خلکو مسلم ليګ (ن) ته ميډيټ ورکړ خو په 2018م کې زمونږ ميډيټ غلا شو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې احسن اقبال وويل په سياست کې دمذاکراتو دروازې هيڅکله نۀ تړل کيږي، مونږ څو ځله غوښتنه کړې چې عمران خان دې مونږ سره کېني او خبرې دې وکړي.
ده ووئيل چې عمران خان پخپله وئيلي دي چې راتلونكې ټولټاكنې به د نوې مردم شمارۍ لاندې كولې شي په داسې حال كښې چې وختي ټاكنې يوازې سياسي چال دى، وختي ټاكنې اقتصادي او سياسي ضرورت نه دي، مونږ د هېواد د اقتصاد د ثبات لپاره هڅې كوو۔

Leave a reply