د هند په دولتي بانک کې لویه غلا شوې، غلو یو تونل کنستلو سره د دولتی بانک څخه د شاوخوا یو کروړ هندي کلدارو (2 کروړه 73 لک پاکستانۍ روپۍ) په ارزښت سره زر غلا کړل

0
189

باغي ټي وي رپورټ
د هند په دولتي بانک کې لویه غلا شوې، غلو یو تونل کنستلو سره د دولتی بانک څخه د شاوخوا یو کروړ هندي کلدارو (2 کروړه 73 لک پاکستانۍ روپۍ) په ارزښت سره زر غلا کړل.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د اترپردېش ایالت په کانپور ښار کې د هند په سټېټ بانک کې داسې بې ساري غلا شوې چې چارواکي یې هم حیران کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې او جمعې تر منځ د کښتۍ غلو یو لس فټه اوږد تونل کېناوه او د هند د سټېټ بانک له تالارونو یې یو کیلو سره زر غلا کړل، خو د حیرانتیا خبره دا ده، چې غلو د ۳۵ لکو روپیو په ارزښت کرنسي نوټونو ته لاس ورنکړ. دوی یوازې د سرو زرو سره پاتې شول.
د هندي رسنیو په وینا، کله چې د بانک کارکونکي د راتلونکې جمعې په ورځ دروازه خلاصه کړه او تالار ته ننوتل، نو د تالاشۍ پرانېستلو یې حیران شول، کارکوونکو سمدلاسه د پېښې په اړه پولیسو ته خبر ورکړ او د بانک سي سي ټي وي هم ولیدل شو. د غلو په اړه یې معلومات نه درلودل.

کله چې پولیسو د سپیانو په مرسته پلټنه پیل کړه، نو یو لس فوټه اوږد تونل کشف شو. دپوليسو چارواکو وئيلي دي چې دپيښې مقدمه يې درج کړې ده اؤ دټولو اړخونو څخه يې پلټنې پيل کړي دي.

د هندي ميډيا له مخې دا پېښه په كانپور كښې د سټېټ بانك آف انډيا څانګه له 1969م كال راهسې رامخې ته شوې چې په 1997م كال كښې هم ورته غلا شوې وه۔

Leave a reply