په کراچۍ کې د سړو بادونو له امله هوا ډېره سړه شوه
باغي ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې د سړو بادونو له امله هوا ډېره سړه شوه.
په کراچۍ کې د جمعې په شپه د سړو بادونو له امله هوا سړه پاتې شوه او د اوونۍ په لومړیو ساعتونو کې د ښار د حرارت درجه لس درجې سانتي ګراد ثبت شوې وه.
د هوا پېژندنې ادارې له مخې په ښار کې د باد سرعت ۹ کیلومتره او د رطوبت تناسب ۶۱ سلنه دی.
بل پلو په کوټه کې د تودوخې درجه صفر ته راښکته شوې او اسلام اباد کې لږ تر لږه دوه درجې، پېښور کې دوه اعشاريه پنځه، ګلګت کې شپږ او لاهور کې د تودوخې درجه اووه درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده.