د کراچۍ په بیلا بیلو سیمو کې خلک د ګیس له سخت کمي سره مخ دي.

0
100

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ په مختلفو سیمو کې خلک د ګیس له سخت کمي سره مخ دي.

د کورنګي، فيډرل بي ايريا، نيو کراچۍ، بلديه ټاون، باغ، جونا مارکيټ، رېلوې کالوني او ملير په ګډون د کراچۍ په بېلا بېلو سيمو کې ګاز په بشپړه توګه غائب دی.

د سوئي سدرن لخوا په ټاکلي وخت هم ګيس نه راځي چي له وجې ئي زنانو ته پخلي کول ګران دي او ښاريان مجبور دي چي سلنډر او لرګي استعمال کړي۔

مصرف کوونکي وايي، سوئي سدرن درې ځله د ګیس ورکولو اعلان کړی و، خو دوی خپله ژمنه پوره نه کړه.

د دې نه علاوه صنعتي، سي اين جي او نورو شعبو ته د ګيس سپلائي هم بنده شوې ده۔

Leave a reply