د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي د ګرفتاري نه پس ضمانت لپاره هائي کورټ ته رجوع کړي ده۔

0
199

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي د ګرفتاري نه پس ضمانت لپاره هائي کورټ ته رجوع کړي ده۔

د پي ټي آئي مشر اعظم سواتي د متنازع ټويټ په مقدمه کې نيول شوی او د دسمبر په ۲۱مه د عدالت لخوا د ضمانت درخواست رد کړی شوی و.
اعظم سواتي د مقدمې د عدالت لخوا ردېدو وروستو د گرفتارۍ نه پس د ضمانت دپاره اسلام اباد هائي کورټ ته رجوع کړې ده.

د بابر اعوان لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې اعظم سواتي دريځ خپل کړے دے چې هغه تورې ټويټونه نه دي پوسټ کړي او نه د کومې ادارې د بدنامولو اراده لري.
درخواست کې وئيل شوي چې د پلټنو بشپړيدو وروستو هم استغاثه د اعظم سواتي په ضد هيڅ ثبوت نۀ لري، درخواست کوونکى ٧٥ کلن دى او د زړه په ناروغۍ اخته دى، د اعظم سواتي ټول مقدمې د اسنادو په اساس تورونه دي، هغه به په زندان کې وي، دا به د محاکمې څخه مخکې سزا وي.

FIA د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۶ مه د متنازع ټویټ کیس کې د اعظم سواتي خلاف مقدمه درج کړې وه.

Leave a reply