د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې هائي کورټ د وزيراعلي د لرې کولو لپاره د ګورنر حکم معطل نه کړ په داسې حال کې چې په دې لوبه کې مونږ او پرويز الاهي لوبه وکړه او يواځې عمران خان بايللو
باغي ټي وي رپورټ
د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې هائي کورټ د وزيراعلي د لرې کولو لپاره د ګورنر حکم معطل نه کړ په داسې حال کې چې په دې لوبه کې مونږ او پرويز الاهي لوبه وکړه او يواځې عمران خان بايللو۔
د جيو نيوز پروګرام رپورټ کارډ کښې خبرو کښې د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې هائي کورټ د وزيراعلي د لرې کولو لپاره د ګورنر حکم معطل کړے دے، نه دې منسوخ کړے شي، مونږ غواړو چې صوبائي اسمبلې دې نه منحل شي، مسلم ليګ (ج) په پنجاب کې تر ټولو لوی اکثريت ګوند دی، پروېز الهي بايد د اسمبلۍ د انحلال لپاره د ضرب الاجل له تېرېدو وروسته استعفا ورکړي. هغه وويل چې په دې لوبه کې موږ او پرويز الاهي لوبه وکړه او يواځې عمران خان بايللو.
پروګرام سره خبرو کښې د قانوني چارو کارپوه فیصل چوهدري اوویل چې د پنجاب ګورنر د اعلی وزیر پرویز الهي د لرې کولو لپاره د قناعت وړ جواز نه شي وړاندې کولی، پرویز الهي خپل حکومت په بچ کولو کښې کامیاب شوی دی، پرویز الهي ته به د اعتماد ووټ اخیستل پکار وي. خو د دې لپاره باید لږ تر لږه لس ورځې وخت ورکړل شي.
سينئر شنونکی مظهر عباس وايي، عطا تارړ په بې ګناهۍ اعتراف کړی چې مسلم ليګ (ج) او پرويز الاهي کې مفاهمه ده، عمران خان به په دې ټوله لوبه کې لويه ماتې ونه خوري.
حفيظ الله نيازي وويل حکومت او اپوزيشن به تر دريوؤ تر څلورو مياشتو پورې عدالتي جګړه کوي، عمران خان ممکن په مارچ او اپريل کې قومي اسمبلۍ ته ورشي.