د تورخم په پوله افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

د تورخم په پوله پاکستاني چارواکو امارت اسلامی افغانستان مشرانو د مرستو ورکولو په وخت یو ګروپ فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان پوله تورخم له لارې ۸ اته ټرکه چې د خوراکي توکو او داروګان نه ډګ وو، افغانستان ته ولیږل شول، ددې نه وړاندې هم د پاک افغان د همکارۍ ټولنې له طرف نه ۱۷ اوولس ټرکه د خوراکي توکو او د داروګانو نه ډګ افغان اولس ته د تورخم له لارې لیږلي وو.
نن اته د خوراکي توکو او داروګانو نه ډګ ټرکونه د لنډیکوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار د امار اسلامی افغانستان د تورخم پولې ذمه وار کسانو ته حواله کړل، یاده دې وي چې په دې مرستو کښې دوه ټرکه د سره صلیب( ترکي) له طرفه نه او ۶ شپږ ټرک د مرستې د سامان نه ډګ د پاک افغان د همکارۍ فورم له طرف نه افغان اولس ته ډالۍ شو.
په دې موقع د امارت اسلامی افغانستان د تورخم یو ذمه وار ملا غازي او د امارت نورو ذمه وارو دا د مرستې سامان وصول کړو او د پاکستان اولس، نړیوال د بشري مرستو سازمان او د پاک افغان د همکارۍ فورم د غړی ی هم شکریه ادا کړه چې په دې سخت وخت کښې ی افغان اولس سره مرستې وکړي.
یاده دې وی چې د پاکستان حکومت په هره نړیواله غونډه کښې دا آواز اوچت کړې چې افغان اولس سره دې بشري مرستې جاري وساتل شي، پاکستان دا دریځ دې چې د نړۍ هیوادونه او حکومتونه دې د امارت اسلامی افغانستان سره په مسلسل اړیکو کښې وسي چې دلته کوم بل انساني بحران مخې ته را نه شي.






