باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي امریکا د چیلي ولسمشر ګبریل بورک ویلي دي چې چیلي په فلسطیني خاوره کې د خپل سفارت د پرانستلو پلان لري.
ګابریل بورق په سانتیاګو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، زه دا خطر په غاړه اخلم چې په فلسطین کې د خپل نمایندګۍ له دفتر وروسته یو منظم سفارت پرانیستو.
ګابریل بورق د سفارت د پرانستلو د ځای یا نیټې په اړه څه ونه ویل، خو له دې اعلان وروسته به چیلي په اندین هیوادونو کې لومړنی هیواد وي چې د اسرائیلو له خوا د الحاق په اعلان شوې فلسطیني خاوره کې خپل سفارت پرانیزي.
د بهرنیو رسنیو له مخې د چلي د بهرنیو چارو وزیرې انتونیا اریجولا په فلسطین کې د سفارت د پرانستلو د پلان پخلی کړی او ویلي یې دي چې اوس مهال د سفارت د پرانستلو لپاره مهال ویش نه دی ټاکل شوی، خو چیلي اسراییل او فلسطین دواړه د قانوني هېوادونو په توګه په رسمیت پېژني.
د چیلي کیڼ اړخي ولسمشر ګابریل بورک تر دې مخکې د یوه جلا او خودمختاره دولت لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ کړی و.










Leave a Reply