د پنجاب اسمبلۍ سپيکر وايي چې مونږ عدالت ته ليکلي چې د جنورۍ تر ١١مې پورې به اسمبلۍ نه منحل کوو

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر وايي، مونږ عدالت ته ليکلي چې د جنورۍ تر ١١مې پورې به اسمبلۍ نه منحل کوو، اوس به زموږ پرېکړه وي چې د جنورۍ تر ١١مې مخکې د باور رايه واخلو او که وروسته.
سبطین خان وویل چې د قامي اسمبلۍ ټول ۱۰ غړي له پرویز الهي سره دي، پروېز الهي د حسنین بهادر دروېش د غلط فهمۍ له کبله په غوسه دی.
ده ووئيل چې وزيراعلي پرويز الهي به روانه غونډه كښې د اعتماد ووټ اخلي٬ ګورنر په 18 ساعتونو كښې د اعتماد ووټ اخستلو غوښتنه كړې۔
سبطین خان وویل چې که استعفاوې راشي نو نیم ساعت کې به یې ومنم، موږ اسمبلۍ منحل کوو، نو استعفاوې ولې ومنم؟ موږ د اسمبلۍ منحل کول غواړو، موږ غواړو چې خلکو ته لاړ شو، که موږ د دسمبر په 23 د اسمبلۍ منحل کولو ته پریږدو، نو انتخابات به د روژې څخه مخکې ترسره شي، که موږ درې یا څلور خپل وجدان راویښ کړو، درې یا څلور یې. هم به ویښ شي.
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان وئيلي دي چې د اعتماد رايې او د عدم اعتماد د تحريک مسله ختمه شوې ده نو د جنورۍ تر 11مې نيټې پورې اسمبلۍ نه شي منحل کولی ځکه چې دا حلفه عدالت کښې ورکړې شوې وه۔






