اسلام آباد هائي کورټ د یونین کونسلونو شمیر زیاتولو د حکومت فیصله ردولو سره د الیکشن کمیشن نوټیفیکیشن کالعدم ګرځولی دی
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د یونین کونسلونو شمیر زیاتولو د حکومت فیصله ردولو سره د الیکشن کمیشن نوټیفیکیشن کالعدم ګرځولی دی.
چيف جسټس عامر فاروق د بلدياتي انتخاباتو په اړه د درخواستونو اورېدنه وکړه۔
ډي جي اليکشن کميشن وويل چې د بلدياتي انتخاباتو شيډول مخې ته راتلو وروستو د يونين کونسلونو شميره زياته شوې ده، د بلدياتي انتخاباتو د زوړ شيډول سره سم بايد په ٣١م دسمبر ترسره شي.
اټارني جنرل اشتر اوصاف وئيلي دي چې د يونين کونسلونو شميره زياتيدو وروستو اليکشن کميشن د حلقو محدودولو پابند دے نو د ووټر فهرستونو کښې به هم بدلون راځي۔
چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې که په کال 2020 کې دحکومت موده پوره شوه نو بايد په هغه وخت کې دښاروالۍ انتخابات شوي واى کله به يې دډيلي ماډل پارلمان دلته راوړو.
هغه وويل چې په واک کې موجود هيڅ سياسي ګوند د بلدياتي انتخاباتو ترسره کولو ته لېوالتيا نه لري.
عدالت د يونين کونسلونو شميره زياتولو د حکومت فيصله مسترد کولو سره د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن کالعدم ګرځولې او حکم ئي ورکړے چې اليکشن کميشن د حکومت او نورو ګوندونو موقف اوريدو نه پس د دسمبر په 27مه نيټه بيا پریکړه وکړي.
عدالت د متاثره ووټرانو د درخواستونو د اورېدنې حکم هم د دسمبر په 28مه نېټه د ووټر فهرستونو د درستۍ لپاره دائر کړے دے