د پنجاب اسمبلۍ په متفقه توګه د پنجاب قرآن چاپ او ريکارډنګ ترمیمي بل 2022 او د خاتم النبیین پوهنتون لاهور بل منظور کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ په متفقه توګه د پنجاب قرآن چاپ او ريکارډنګ ترمیمي بل 2022 او د خاتم النبیین پوهنتون لاهور بل منظور کړی دی.
د پنجاب اسمبلۍ غونډه د سپیکر سبطین خان په مشرۍ کښې پېل شوه چې پکښې حکومتی او اپوزیشن غړو ګډون اوکړو.
حکومتي غړي ميا شفيع د پنجاب قرآن چاپ او ريکارډنګ ترميمي بل 2022 ايوان ته وړاندې کړو.بل په متفقه توګه اسمبلۍ کې منظور کړی شو. د دې نه علاوه د خاتم النبيين يونيورسټۍ لاهور بل 2022ء هم په ايوان كښې د حكومتي غړي ميا شفيع لخوا وړاندې كړے شو كوم چې ايوان په متفقه توګه منظور كړو۔