د هند د پوځ یوه لارۍ له غره لوېدلې، چې له امله یې د درې افسرانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي دي

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د هند د پوځ یوه لارۍ له غره لوېدلې، چې له امله یې د درې افسرانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د هندي ميډيا له مخې دا پېښه د سيكم ايالت په شمالي سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوې چې د هند د پوځ يو ټرک د زيما په سيمه كښې له غره نه لوېدلې چې په نتيجه كښې ئې تر دې دمه د 16ؤ پوځيانو د وژل كېدو پخلې شوې دې۔

هندي رسنیو د راپور له مخې، د جمعې په سهار د هندي پوځ د دریو موټرو یو کاروان تانګو ته پر لاره و چې د کاروان یوه لارۍ له کنټروله بهر شوه او له غره څخه اورځیدله.

د هندي رسنیو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې سمدستي د ژغورنې عملیات پیل شوي او څلور ټپي سرتېري له لارۍ را ایستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، په دغه پېښه کې درې کمېشن شوي افسران او ۱۳ پوځیان وژل شوي دي.

Leave a reply