لومړي وزير شهباز شريف په اسلام اباد کې د ځانمرګي بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې پوليسو د خپلې وينې په قربانولو سره د ترهګرو مخه ونيوله
باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزير شهباز شريف په اسلام اباد کې د ځانمرګي بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې پوليسو د خپلې وينې په قربانولو سره د ترهګرو مخه ونيوله.
وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد په آئي ټي 14 سيمه کښې د ځانمرګي بريد غندنه کړې او د داخله وزير او آئي جي اسلام آباد نه ئي رپورټ غوښتې او د شهيد شوي پوليس اهلکار ته ئې د شهادت پيکج ورکولو هدايات هم ورکړي دي۔
وزيراعظم د اسلام آباد پوليس شهيد شوي افسر عديل حسين ته د درناوي ورکولو په مهال وئيلي دي چې پوليسو د خپلې وينې په قربانولو سره د ترهګرو مخه ونيوله، ملت خپلو زړورو زړونو ته سلام وړاندې کوي.
شهباز شريف وويل دترهه گرۍ ختمولو پورې به ټول ملت په گډه جگړې ته دوام ورکوي، دقانون نافذونکو ادارو دکارروايۍ له امله دبې گناه خلکو د وينو تويولو منصوبه ناکامه شوې ده، ولس دې دترهه گرۍ په ختمولو کې دخپلو ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.
ياده دې وي چې د اسلام اباد په IT14 سيمه کې کله چې پوليس افسرانو د تلاشۍ دپاره يو گاډى ودرولو نو يو ځانمرګي بريد کوونکي د بارودو نه ډک گاډي ته د چاؤديدونکو موادو په ذريعه انفجار ورکړو چې په نتيجه کې يې دوه ځانمرګي بريد کوونکي ووژل شول او یو پولیس هم وژل شوی دی.