د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز پر وړاندې له نړیوالو فشارونو وروسته د افغان حکومت څرګندونې مخې ته راغلې

0
174

باغی ټی وي رپورټ
کابل: د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز پر وړاندې له نړیوالو فشارونو وروسته د افغان حکومت څرګندونې مخې ته راغلې.

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، د ښځو حقونو ته درناوی لري او د ښځو د زده کړو په اړه یې خبرې روانې دي.تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و، چې تر هغه چې بندیزونه لیرې نه شي، طالبان به له نورې نړۍ سره د اړیکو په ښه کولو کې پاتې راشي او که بندیزونه لیرې نه شي، قیمت به یې ادا کړي.

دا خبره هم مهمه او د یادونې وړ ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د پوهنتونونو نصاب او چاپېریال یې څېړلی او د نجونو لپاره یې د مناسب چاپېریال تر جوړېدو پورې په پوهنتونونو کې د نجونو پر ګډون بندیز لګولی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې ندا ​​محمد ندیم په دولتي تلویزیون کې د دې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې نجونې ځکه پوهنتونونو ته له ننوتو منع کېږي، چې د پوهنتون د جامو له اصولو نه مراعاتېږي او پوهنتون ته چې ځی نو داسې جامي اغوندی لکه چې واده ته ځي.

Leave a reply