دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دراولپنډۍ څخه اسلام اباد ته بارودو ډک گاډى داخل شوى وو چې ددې هدف یو هایی ویلیو ځای وو.
باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دراولپنډۍ څخه اسلام اباد ته بارودو ډک گاډى داخل شوى وو چې ددې هدف یو هایی ویلیو ځای وو.
رانا ثناءالله د اسلام اباد چاودنې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او ويې ويل چې له بارودو ډک موټر له راولپنډۍ څخه اسلام اباد ته داخل شو، اسلام اباد پوليسو د ډېر هوښيارۍ ښکارندويي وکړه، د تلاشۍ پر مهال ځانمرګي بريدګر خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
رانا ثناءالله وايي، په موټر کې دوه ځانمرګي بريدګر وو، چې په چاودنه کې دوه ترهګر وژل شوي او د تلاشۍ پر مهال يو پوليس هم وژل شوی دی.
دکورنيو چارو وفاقي وزير انديښنه څرگنده کړې ده چې د بارودي موادو څخه ډک گاډي هدف زيات ارزښت درلود خو د پوليس اهلکارو د هوښياري په وجه اسلام اباد د يوې لويې پيښې څخه بچ شوى دى.\\
………
په اسلام آباد کښې ځانمرګي برید
دا خبره د یادونې ده چې په اسلام اباد کې د ځانمرګي بريد له امله يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.د ژغورونکو سرچینو په وینا، چاودنه د اسلام اباد په آی ټین فور سیمه کې شوې ده.
د اسلام اباد د پوليسو وياند ويلي دي چې په پلازمينه کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او تلاشي روانه وه چې پوليسو يو مشکوک موټر د تلاشۍ لپاره ودراوه او په موټر کې يې چاودېدونکي مواد وچاودېدل.
دپوليسو وياند وايي دلومړنيو راپورونو له مخې چاودنه ځانمرگي وه ، په دغه چاؤدنه کې دموټر چلوونکى هم وژل شوى او څلور پوليس ژوبل شوي چې په سمدستي توگه پمز روغتون ته ليږدول شوي دي.