پرويز الهي د پنجاب د ګورنر له خوا د هغه د لرې کولو حکم او نوټيفيکيشن لاهور هائي کورټ کښې چيلنج کړے دے کوم چې د اوريدنې لپاره ټاکلې شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
پرويز الهي د پنجاب د ګورنر له خوا د هغه د لرې کولو حکم او نوټيفيکيشن لاهور هائي کورټ کښې چيلنج کړے دے کوم چې د اوريدنې لپاره ټاکلې شوې ده.
د لاهور هائي کورټ چيف جسټس د پرويز الهي د درخواست اوريدو لپاره پينځه کسيزه لارجر بينچ جوړ کړے دے چې مشري به ئې جسټس عابد عزيز شيخ کوي او د درخواست اورېدنه به څه موده پس کوي۔
په بنچ کښي جسټس محمد اقبال، جسټس طارق سليم شيخ، جسټس فاروق حيدر او جسټس مزمل اختر شبير شامل دي۔
پرويز الهي په درخواست کې د پرنسپل سيکرټري او چيف سيکرټري په ذريعه گورنر گوند جوړ کړى دى په داسې حال کې چې په درخواست کې وئيل شوي دي چې سپيکر ته د وزيراعلي د باور رايې اخستلو لپاره د غونډې د رابللو غوښتنه شوې وه، د اسمبلۍ غونډه نن ده. له دې امله سپیکر نوې غونډه ونه بلله.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د سپيکر اجلاس نه بللو په وجه وزيراعلي او کابينې ته ډي نوټيفائي کول غير آئيني کار دے او د سپيکر په هر اقدام باندې د وزيراعلي خلاف هيڅ قسمه کاروائي نه شي کولې۔