وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په اسلام کې په زور مذهب بدلولو اجازه نشته، اسلام د هيچا په ضد د تشدد اجازه هم نه ورکوي

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي اسلام په زور مذهب بدلولو او زورزياتي کولو اجازت نۀ ورکوي، دا د افسوس خبره ده چې په تيرو وختونو کې داسې پيښې شوي دي.
اسلام آباد کښې د کرسمس دستورې ته خطاب کښې وزيراعظم شهباز شريف اوويل چې مسيحي ټولنې ته د زړه له تله خراج تحسين وړاندې کوم، د پاکستان په پرمختګ کښې د مسيحي ټولنې هڅې د ستاينې وړ دي۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي مسيحيانو، هندوانو، سکهانو او پارسي ټولنو ته باور ورکړو چې دا هيواد ددوي ملک دى، د پاکستان حکومت به د ټولو اقليتونو حقونو ته پوره تحفظ ورکوي، د قامي اقليتونو د کميشن مسوده دې منظور کړل شي. ژر تر ژره مجلس به جوړ شي.
هغه وويل په اسلام کې په زور مذهب بدلولو اجازه نشته، اسلام د هيچا په ضد د تشدد اجازه نه ورکوي، د افسوس خبره ده چې په تيرو وختونو کې دا ډول پيښې شوي، په تيرو کلونو کې په لږکيو بريدونه د غندنې وړ دي، د پاکستان د اساسي قانون له مخې دغه هيواد ټول اقلیتونه مساوي حقوق لري، ټول مذهبونه د سولې، مینې او ورورولۍ درس ورکوي.






