د تحریک انصاف او ق لیگ مشرانو د پنجاب د ګورنر لخوا د پنجاب اعلی وزیر د څوکۍ څخه لرې کولو نه پس بیړنۍ غونډه رابللې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف او ق لیگ مشرانو د پنجاب د ګورنر لخوا د پنجاب اعلی وزیر د څوکۍ څخه لرې کولو نه پس بیړنۍ غونډه رابللې ده.
لاهور کښې د چوهدري پروېز الهي په کور کښې شوې دغه غونډه کښې د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پروېز الهي، مونس الهي، سپيکر راجه بشارت او د پنجاب اېډووکېټ جنرل هم ګډون کوي۔
په لاهور کې د چوهدري پروېز الهي په کور کې شوې دغه غونډه کې د پي ټي ايي او قامي اسمبلۍ د مشرتابه له خوا د پنجاب د ګورنر د وروستي اقدام په اړه قانوني سلا مشورې روانې دي.
دا خبره د یادونې ده چې د پنجاب کابینه وروسته له هغې منحل شوه چې د پنجاب ګورنر د پنجاب اعلی وزیر چوهدري پروېز الهي له دندې ګوښه کړ.
د پنجاب سیکرټري د کابینې د تحلیل کولو نوټیفیکیشن جاري کړی دی.د پنجاب کابينې د سيکرټري لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې پرويز الهي به د نوي وزيراعلي تر انتخاب پورې کار جاري ساتي۔
ياده دي وي چي دپنجاب ګورنر بليغ الرحمان دپنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي ډي نوټيفایی کړے دے چې له مخې ی وس هغه د پنجاب وزیراعلی نه دې پاتې شوې .