د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې د پنجاب د وزيراعلي پرويز الهي ند ډي نوټيفائي کولو کوم قانوني حيثيت نشته او صوبايي کابينه به خپلو دندو ته دوام ورکوي.

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي نه ډي نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي وزيراعلي ته د اسمبلي د اکثريت غړو اعتماد نه دے او د دغه نوټيفيکيشن نه پس د پنجاب کابينه ختمه شوي ده۔

د اعلاميې له مخې، پروېز الهي به د ولسي جرګې د نوي مشر تر ټاکلو پورې په دې پوست کار ته دوام ورکوي.
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجاب د ګورنر چوهدري پروېز الهي د ګوښه کېدو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې د پنجاب د وزيراعلي پرويز الهي ند ډي نوټيفائي کولو کوم قانوني حيثيت نشته او صوبايي کابينه به خپلو دندو ته دوام ورکوي.
هغه وويل دپنجاب دگورنر په ضد به صدر ته ريفرنس ليږل کيږي اؤ دهغه دليرې کولو عمل پيل شوى دى.

فواد چوهدري وايي د پنجاب ګورنر د وزيراعلي د لرې کولو اختيار نه لري، وزيراعلي د اسمبلۍ لخوا ټاکل کيږي، يواځې اسمبلۍ يې لرې کولی شي.

Leave a reply