چوهدري پرويز الهي وايي د ګورنر د اقدام په ضد به عدالت ته ځي، زه وزيراعلي يم او کابينه به کار کوي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان لخوا د ډی نوٹیفکیشن په اړه د چوهدري پرویز الهي غبرګون مخې ته راغلی دی.
د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي ته ډي نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔
نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي وزيراعلي ته د اسمبلي د اکثريت غړو اعتماد نه دے او د دغه نوټيفيکيشن نه پس د پنجاب کابينه ختمه شوي ده۔
چوهدري پرويز الهي د پنجاب د ګورنر بليغ الرحمان لخوا د ډي نوټيفيکيشن په ځواب کښې وئيلي دي چې هغه د ګورنر نوټيفيکيشن نه مني دا غير قانوني ده۔
پروېز الهي نور وزيراعلي نه دی، د پنجاب ګورنر ډي نوټيفيک شوی، نوټيفيکيشن جاري دی
چوهدري پرويز الهي وايي د ګورنر د اقدام په ضد به سهار عدالت ته ځي، زه وزيراعلي يم، کابينه به کار کوي.
ياده دې وي چې د پنجاب ګورنر چوهدري پروېز الهي د پنجاب اعلا وزير له ګوښه کېدو وروسته د پنجاب کابينه هم ماته شوې وه.






