امریکا ګواښ کړې که طالبان د لوړو زده کړو په موسسو کښې د ښځو پر زده کړو بنديز لرې نه کړي، نو بيه به يې ورکړي.

0
172

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې طالبان هڅه کوي افغان مېرمنې له تورې راتلونکې سره مخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي، چې د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز لرې کړي.انتوني بلینکن وویل، طالبان به تر هغه وخته له نورې نړۍ سره اړیکې ښې نه کړي چې د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز لرې شوی نه وي.

هغه وويل، که طالبان د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو پر زده کړو بنديز لرې نه کړي، نو بيه به يې ورکړي.

Leave a reply