په پاک افغان تورخم مزدورانو د افغان چارواکو او پاکستاني چارواکو پر ضد احتجاجي لاریون کړې دې

0
180

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم وړمه ورځ ځای مزدورانو احتجاجي لاریو وکړو، مزدورانو په لاسونه کښې تور بیرغونه پورته کړي وو.
رسنیو سره خبرو کښې د تورخم مزدورانو اتحادیی یو مشر اسرار شینواري اوویل چې افغان چارواکو په تورخم پوله پاکستاني چارواکو سره لیدنه کښې ویلي دي چې دوی په هیڅ کله هم مزدورانو ته اجازه ور نه کړي چې افغانستان ته راشي.
اسرار شینواري اوویل چې په تورخم پوله افغان چارواکی او پاکستان بارډر اهلکار مزدورانو سره ظلم کوي او دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې د خپلو بچو لپاره یو وخت ډوډۍ وګتي چې له وجهې ی د ځایی مزدوارانو خاندانونه د سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
هغوی د پاکستان او افغانستان اسلامي امارات مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې په په پوله مزدورانو ته اجازه ورکړل شی چې دوی خپلو بچو لپاره یو وخت خرڅ خوراک وګتي.
دا خبره د یادونې ده چې مزدوارنو د ډیر غم او قهر له وجهې په لاسونه کښې تور بیرغونه پورته کړي وو او د افغان او پاکستان چارواکو څخه ی غوښتنه وکړه چې دوی له دې په تورخم پوله د مزدورۍ کولو اجازه ورکړل شي.

په تورخم پوله مزدوران غوښتنه کوي دوی له دې د مزدوارۍ کولو اجازه ورکړل شي.


………………………..

Leave a reply