د اسلام آباد یو سپېشل جج د متنازعه ټويټ کيس کښې د پي ټي آئي د مشر اعظم سواتي د ضمانت درخواست خارجولو تفصيلي فيصله جاري کړې ده

0
209

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد سپېشل جج د متنازعه ټويټ کيس کښې د پي ټي آئي د مشر اعظم سواتي د ضمانت درخواست خارجولو تفصيلي فيصله جاري کړې ده۔ سپېشل جج سنټرل اعظم خان په شپږ صفحه تفصيلي فيصله جاري کړې چې پکښې وئيلي شوي دي اعظم سواتي د تصديق شوي ټويټر اکاونټ له لارې د رياستي ادارو خلاف کمپاين چلولې، د پاک فوځ افسرانو خلاف بغاوت ته هڅولو کوشش کړے وو، اعظم سواتي د ادارو په ضد د بغاوت په بنياد ټويټونه کړي وو۔ په ټویټونو کښې اعظم سواتي خلک د ادارو پر ضد راوپارول.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د پاکستان د پوځ د افسرانو پر ضد د اعظم سواتي ټوېټ ډېرو خلکو ريټويټ کړی، اعظم سواتي ته د لږ تر لږه اووه کاله بند او تر ټولو زيات د عمري بند سزا ورکول کېدای شي. فيصله کښې زياته کړې شوې چې اعظم سواتي تر دې وړاندې د رياستي ادارو په ضد بيان ورکولو په تور مقدمه درج کړې شوې وه، هغه د خپل ټويټر اکاونټ نه د رياستي ادارې د افسر خلاف څو ځله ټويټونه کړي وو، اعظم سواتي هم دغه شان جرم تکرار کړې دې نو د ضمانت درخواست دې خارج کړے شي

Leave a reply