په کراچۍ ښار کې د کوڅو د جرمونو د زياتېدو له امله په ښار کې د راتلونکو پنځلسو ورځو لپاره د سټریټ کرایمز د مجرمينو پر ضد د سختو عملياتو پرېکړه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په کراچۍ ښار کې د کوڅو د جرمونو د زياتېدو له امله په ښار کې د راتلونکو پنځلسو ورځو لپاره د سټریټ کرایمز د مجرمينو پر ضد د سختو عملياتو پرېکړه شوې ده. د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې چيف سيکرټري سهيل راجپوت، آئي جي سندھ، ډي جي رينجرز او نورو افسرانو ګډون اوکړو۔
په غونډه كښې د ترهه ګرو په ضد د راتلونكو 15 ورځو لپاره د سختو كاروائې كولو پرېكړه وشوه٬ وزيراعلي قانون نافذ كوونكو ادارو ته هدايت وكړو چې د استخباراتي معلوماتو په اساس كاروائۍ ګړندۍ كړي۔ مراد علي شاه وويل ترهګرې ډلې يو ځل بيا په هيواد کې امن او نظم ګډوډ کول غواړي، مونږ به ترهګرو ته په خپل هيواد، صوبو او ښارونو کې يو ځل بيا سر راپورته کولو اجازه نه ورکوو، ټولې استخباراتي ادارې دې هره ورځ يو بل سره رابطه ولري. پولیس او رینجر د سړک د جرمونو په وړاندې سخت ګامونه پورته کوي. وزيراعلي د سندهـ رينجرو ډي جي ته هدايات کړي چې د ښار په داخلو او خارجي لارو ګشت او څارنه زياته کړي. مراد علي شاه وويل په مهمو ځايونو کې بايد پوليس او رېنجرز ولګول شي چرته چې مجرمان زيات فعال وي.






