د بهرنيو چارو وزارت وياندې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير بلاول بوټو زرداري د نيول کېدو خبر ناسم بللى دى
باغی ټي وي رپورټ
د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير بلاول بوټو زرداري د نيول کېدو خبر ناسم بللى دى. هفته وار بريفنګ کښې د خارجه دفتر وياندې اووېل چې د بلاول بهټو زرداري د ګرفتارۍ خبر دروغ او د حقايقو خلاف دے، د ګرفتارۍ سوال د کوم سنجيده صحافي نه توقع نه وه۔
وياند ووئيل چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په 6 مياشتو كښې د 16 هېوادونو دوره كړې چې پكښې خارجه وزير د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، چين، سوئزرلېنډ، تركيې، ازبكستان، امريكې، جرمني، مصر، انډونيشيا، سنګاپور او كمبوډيا هم دوره كړې۔
د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وياند وويل چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بنديز د منلو وړ نه دى. د مقبوضه کشمير په اړه ممتاز زهرا بلوچ وويل هند له ډيرې مودې راهسې په کشميريانو ظلم کوي، کشميريانو ته د خپلواکۍ له حق ورکولو پرته په جنوبي ايشيا کې امن نه شي راتلای.