د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، کالعدم ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده او افغان چارواکي مو له دې ستونزې خبر کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، کالعدم ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده، که دا ثابته شي چې افغان طالبان د ټي ټي پي مخه نه نیسي، له پامه نه شي غورځول کېدای.

په واشنگټن کې دپاکستان په سفارت کې ميډيا سره خبرو کې دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وويل افغان طالبانو ته يې ويلي دي چې که افغان طالبان دتندلارو په ضد عمليات وکړي نو زمونږ اړيکې به ښې نۀ شي. زه به د اړتیا په صورت کې مرسته چمتو کړم.

بلاول بوټو زرداري ویلي، چې له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه کومه نوې هوکړه نه ده شوې، د افغانستان پیسې د طالبانو لپاره نه، بلکې د افغان ولس لپاره دي، د عمل ژمنې دي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنيو چارو وزير وويل چې په امريکا کې د سفارت ودانۍ بايد وپلورل شي، د ودانۍ حالت خراب دى، ټېکسونه او نور لګښتونه زيات وي، خو زه به امریکا کښې د پاکستان د هوټل د پلورلو په حق کښې نه یم.
بلاول بهټو زرداري په پاکستان کې دانتخاباتو په اړه دپوښتنې په اړه وويل چې ټولټاکنې به په خپل وخت ترسره کيږي ، هغه اوویل چې عمران خان ددرغليو لپاره زر ټاکنې غواړي.

بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې ادارې له متنازعه څخه آئيني کردار ته رسيدلي دي خو ځينې داسې سياستوال هم شته چې نفرتونه خپروي او سياسي اختلافاتو ته د دښمنۍ رنګ ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载