وفاق په پنجاب صوبه کښې د رینجرز او ایف سی د تعینات کولو فیصله کړې ده.

0
138

باغی ټي وي رپورټ
وفاق په پنجاب صوبه کښې د رینجرز او ایف سی د تعینات کولو فیصله کړې ده.

دسرچينو ترمخه وفاقي قانون نافذونکي ادارې به په صوبه کې د آئين او قانون دعملي کولو په اړوند چارو ترسره کوي.

وفاقي داخله وزير رانا ثناء الله چيف سيکرټري او آئي جي پنجاب ته هدايات کړي دي چي د آئين او قانون مطابق دي خپله وظيفه ترسره کړي۔
دوی وايي، هیڅ دولتي مامور یا چارواکی باید د اساسي قانون خلاف په هره پروسه کې برخه وانه خلي.

بل اړخ ته د کورنو چارو وزارت د پنجاب رېنجرز ډي جي ته يو خط جاري کړے دے چې پکښې غوښتنه شوې ده چې رينجرز دې د ګورنر هاؤس د حفاظت لپاره مقرر کړې شي۔

د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې تر بل خبرتیا پورې دې د ګورنر هاوس امنیت لپاره سمدستي رینجرونه ځای پر ځای کړي.

Leave a reply