ملاله یوسفزۍ وایی چې طالبان د پوهنتون د دروازو په تړلو سره نه شي کولای چې د ښځو د علم حاصلولو مخه ونیسي

0
96

باغی ټي وي رپورټ
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په یو بیان کښې وایلي دي چې طالبان د پوهنتون د دروازو په تړلو سره نه شي کولای چې د ښځو د علم حاصلولو مخه ونیسي.

ملالې یوسفزۍ په یوه ټوېټ کې د طالبانو له خوا د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز پر ضد خپل غبرګون ښودلی دی.

ملاله یوسفزۍ وايي، که طالبان په افغانستان کې ټول ټولګي او پوهنتونونه وتړي، بیا هم د ښځو ذهنونه نه شي تړلی.د ملالې یوسفزۍ په وینا طالبان نه شي کولای چې نجونې د علم له ترلاسه کولو څخه منع کړي، دوی هیڅکله د زده کړې هیله نه شي وژلی.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په يوه ليک کې ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته امر کړى و، چې تر دويم کال پورې د ښځو زده کړې وځنډوي.

په افغانستان کې هم د طالبانو له خوا د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز پر ضد مظاهرې روانې دي.د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلينو په لاريون کې ازموينې ته له ناستې ډډه کړې، دوی وايي، تر څو چې پوهنتونونه د ښځو لپاره پرانيستل شوي نه وي، ازموينې به نه ورکوي، د پوهنتون مخې ته په لاريون کې ښځو هم برخه اخيستې وه.

په غزني ولایت کې ښځینه محصلینو د پوهنتون مخې ته مظاهره وکړه، افغان ښځینه محصلینو ویلي چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړلو پرېکړه د اسلام خلاف ده.
خلکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ښځینه محصلینو سره خپل پیوستون څرګند کړ او د Let her learn هشټاګ په ټویټر کې خورا مشهور شو. ښاریانو د افغان ښځینه زده کونکو په ملاتړ پوسټونه شریک کړل او غوښتنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو دروازې دې د ښځو پر مخ و نه تړل شي. ..

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې تکړه سپېن بالر راشد خان هم د ښځو د زده کړې په برخه کې د مرستې لپاره راوتلی دی.راشد خان په ټولنیزو رسنیو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث شریک کړی چې ترجمه یې د علم حاصلول پر هر مسلمان فرض دی.

له بلې خوا امريکا او بريتانيا په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده کړو بنديز غندلى دى.امريکا وايي، طالبان بايد د ښځو د حقونو تر درناوي پورې د نړيوالې ټولنې د برخې په توګه تمه ونه لري.

Leave a reply