حکومتی اتحاد د پنجاب اعلی وزیر پرویز الهی د ډی نوٹیفائی کولو فیصله کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
حکومتی اتحاد د پنجاب اعلی وزیر پرویز الهی د ډی نوٹیفائی کولو فیصله کړې ده.
سرچينې دعوه کړې ده چې گورنرهاؤس کې دمسلم ليگ(ن) اؤ دهغه دتحريکانو په مشاورتي غونډه کې دپروېز الهي دنيټ نوټيفائي کولو فيصله شوې ده.
سرچينې وائي چې دپنجاب وزيراعلي دنااهلۍ کولو نوټيفيکيشن به هر وخت جاري کولى شي.
له دې وړاندې مسلم لیګ (ن) ویلي وو چې که د دسمبر په ۲۱ مه د اعتماد رایه واخیستل نه شوه نو پروېز الهي به له دندې ګوښه شي.
ياده دي وي چي تيره ورځ ګورنر پنجاب وزيراعلي پرويز الهي نه د اسمبلي نه د باور رايه اخستلو غوښتنه کړي وه ولي سپيکر د ګورنر هدايات غير آئيني بللي وو او غونډه ئي نه وه بللي۔
د وزيراعظم سلاکار عطاء الله تارړ وويل د پنجاب ګورنر د آئيني اختيار لاندې وزيراعلي څخه د باور رايې اخستلو غوښتنه کړې، وزيراعلي ولې د باور رايې اخستلو ته زړه نه ښه کوي؟
هغه وويل چې اساسي قانون وايي چې که وزيراعلي په ټاکلي وخت د باور رايه وانخلي نو هغه دې ډي نوټيفيکيشن شي، خو والي د سپيکر حکم غير آئيني اعلان کړى، دا د والي اختيار دى چې سبا به نوټيفيکيشن کوي که نه. او یا کله. په دې کې مسله چې دوی نشي لیکلی یا مجبور کیدی شي.