د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې امریکا به له اوکراین سره یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې امریکا به له اوکراین سره یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا اوکراین ته د پټریوټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له اوکراین سره د امریکا له خوا په ورکړل شویو مرستو کې به یو میلیارد ډالر د پټریوټ هوايي دفاعي سیسټم په بڼه او ۸۵۰ میلیونه ډالره د امنیتي مرستو په بڼه ورکول کېږي.
د خبري آژانس د خبر له مخې پیټریوټ د امریکا یو له پرمختللو دفاعي هوايي سیستمونو څخه دی.له بلې خوا روسيې اوکراين ته د امريکا د پټريوټ هوايي دفاعي سيسټم له ورکولو وروسته د لومړيتوب په توګه د پټريوټ سيسټم په نښه کولو اعلان وکړ.





