په کابل کې د وزلوبې سيالۍ د سمنګانو لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

په کابل کې د وزلوبې سيالۍ د سمنګانو لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

21 دسمبر 2022

 

په کابل کې د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ د سمنگانو ولایت لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

 

د دغو سياليو د پای مراسمو کې د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، نورو امارتي مسؤلینو، د ولايتونو د ورزش رئیسانو او امرينو، ورزشکارانو او د وزلوبې سلګونو مينه وال ګډون درلود.

 

د دې ليګ د پاى په مراسمو کې د رئیس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: وزلوبه د هېواد او په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو دوديزه لوبه ده.

 

ښاغلي حنفي زياته کړه چې په وزلوبې کې بايد رقابت د لوبي په ميدان کې وي له لوبغالي د باندي باید ټول چاپندازان په خپلو کې يووالى او اتحاد وساتي.

 

د وزلوبې څلورم ليګ سياليو پايلوبې ته د “کندز او سمنګان” لوبډلو لار ومونده، چې د سمنگانو ولایت لوبډلې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د دې ليګ اتلولي خپله کړه.

 

په دغو سياليو کې د کندز لوبډلې دويم او د بلخ درېيم او نورستان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.

 

د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ لس ورځې وړاندې د ١٢ ولایتونو ١٢ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې.

اړوند موضوعات

کابل  د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ روانې دي 

په پاى کې د ورزشي مسوولینو او حکومتي چارواکو او د لوبو د ګډونوالو له لوري ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او نغدې جايزې هم ورکړل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载