وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې چي رياست به هيڅ قسمه ترهګرې ډلې او تنظيم ته سر ټیټ نه کړي

0
185

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په خيبرپښتونخوا کښي د ترهه ګرئ د وروستيو پيښو په اړه خپل پيغام کښي واضحه کړي ده چي رياست به هيڅ قسمه ترهګري ډلي او تنظيم ته سر نه ټيټوي۔ شهباز شريف په بنو او نورو سيمو کې د ترهه ګرۍ د کارروايۍ په کلکه غندنه وکړه او ويې ويل چې په پاکستان کې د ګډوډۍ د خورولو ناپاک کوششونه به شنډ شي.
وزيراعظم خپله ژمنه يو ځل بيا تکرار کړه چې رياست به هيڅ يوې ترهګرې ډلې يا تنظيم ته سر نه ټيټوي، له ترهګرو سره به د اساسي قانون او قانون مطابق سخت چلند کيږي، حکومت به د ترهګرو او د هغوي د پټنځايونو د خارجي تسهيلوونکو په ضد کار کوي. شهبازشريف دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دځواکونو روحيې او عزم ته دقدر او قدرداني څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل چې ولس به دخپلو زړورو قوتونو تر څنګ ترهه گرۍ ختموي. هغه د ټپيانو د عاجلې روغتيا دعا وكړه او هغوى ته يې د درملنې غوره اسانتياو د برابرولو لارښوونه وكړه.
ده ووئيل د وسله والو ځواكونو او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو قربانۍ نه هېرېدونکي دي، ردالفساد او ضرب عضب عمليات د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مهم ګامونه دي او د شهيدانو قربانۍ به بې ځایه لاړې نه شي.
پاکستان لومړي وزیر اوویل چې د سولې او هماهنګۍ اصلي مسوولیت د صوبو پر غاړه دی، خو وفاقي حکومت دې ستونزو ته سترګې نه شي پټولی، دوی به له صوبو سره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.
هغه وايي چې د ترهګرۍ په ختمولو کې د صوبايي حکومت وړتیا او موثریت زیاتول مهم دي، وفاق به په صوبو کې د ترهګرۍ ضد ځواک او څانګو د مسلکي ظرفیت په لوړولو کې مرسته کوي، دوی به د خیبر پښتونخوا د کاونټر په بیا رغونه کار کوي. –
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې د ترهګرۍ ضد څانګه او د خپلو ځواکونو ټولې اړتیاوې به پوره کوي، ځواکونو ته به عصري وسلې او مسلکي روزنه ورکول کېږي.

Leave a reply