د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، ترهګري یو ځل بیا مخ په زیاتېدو ده، په خیبر پښتونخوا کې تر ډېره ترهګري پېښېږي، سي ټي ډي د صوبې ذمه واري وه، خو صوبايي حکومت د عمران خان یرغمل کړې دی

0
202

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، ترهګري یو ځل بیا مخ په زیاتېدو ده، په خیبر پښتونخوا کې تر ډېره ترهګري پېښېږي، سي ټي ډي د صوبې ذمه واري وه، خو صوبايي حکومت د عمران خان یرغمل دی.

پارليمنټ کې وينا کې ددفاع وزير خواجه اصف وويل دا د صوبايي حکومت ناکامي ده، ددوي فنډونه، هيلي کاپټرې د عمران خان په لاس کې دي، د خېبرپښتونخوا واکمن چرته دي؟

د بنو بريد په اړه تفصيلاتو بيانولو سره د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې ايس ايس جي په بنو کې د دسمبر په 20مه نيټه په 12:30 بجو عمليات پيل کړل چې پکې ټول ترهګر وژل شوي دي، د سي ټي ډي په کمپاؤنډ کې 31 نيول شوي ترهګر دي، چې يو يې وسله هم نيولې ده. وتښتول شول او یرغمل ونیول شول.
خواجه اصف وويل چې د بنو په پېښه کې دوه تنه شهيدان شوي دي، ټول يرغمل شوي کسان خوشي شوي دي، د خيبر پښتونخوا حکومت په بشپړه توګه د سقوط په حال کې دی.

ده ووئيل په عملياتو كښې 15 امنيتي اهلكار ژوبل شوي دي٬ په بنو كښې درې ورځنې محاصره د خېبرپښتونخوا حكومت ناکامي ده۔

Leave a reply