د پاکستان تحریک انصاف غړو پرېکړه کړې چې د خپلو استعفاوو د تایید لپاره د ملي اسمبلۍ سپیکر ته حاضر شي.

0
173

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان تحریک انصاف غړو پرېکړه کړې چې د خپلو استعفاوو د تایید لپاره د ملي اسمبلۍ سپیکر ته حاضر شي.

سرچينې وائي چې دپي ټي ائي دقومي اسمبلۍ 123 غړي به دزيارت په ورځ دقومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف ته دخپلې استعفې تصديق کوي دکوم لپاره به دپي ټي ائي غړي ددسمبر په 22مه نيټه اسلام اباد هاوس کې راټوليږي.

سرچينې وائي دغه غړي به غالباً دشاه محمود قريشي په مشرۍ کې پارليمان ته راځي اؤ دهغه په ​​مشرۍ کې به دسپيکر په وړاندې حاضريږي.
ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پي ټي آئي سېنېټر شبلي فراز د استعفې د منظورۍ غوښتنه رد کړې وه۔

سپیکر راجه پرویز اشرف وايي د تحریک انصاف د غړو استعفاوې په ګډه نه شي منلی، په دې اړه به پرېکړه د اساسي قانون او قانون مطابق وي.

Leave a reply