د پاکستاني طالبانو مشر: موږ د افغانستان له خاورې نه، بلکې له پاکستان دننه په یاد هیواد بریدونه کوو.

د پاکستاني طالبانو مشر: موږ د افغانستان له خاورې نه، بلکې له پاکستان دننه په یاد هیواد بریدونه کوو.
20 دسمبر 2022
د تحریک طالبان پاکستان “TTP” مشر نورولي محسود په یوې تازه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې دوی د پاکستان له خاورې د دې هېواد له حکومت سره جنګیږي.
نوموړي زیاته کړې، له تحریک سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري هېڅ ډول مرسته نه کیږي او نه یې مرستې ته اړتیا لري.
نورولي محسود ټینګار کړی، چې د پاکستان په خاوره کې د څو نورو لسیزو لپاره هم پر وسلو د جنګېدو وړتیاوې لري.
اړوند موضوعات
تحریک طالبان پاکستان: هرج و مرج جاری در اسلام آباد منجر به شکست مذاکرات با پاکستان شده است
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت بیا بیا ادعا کړی چې پاکستاني طالبان د افغانستان له لورې پر موږ بریدونه کوي.
حماد





