ننګرهار کې يو تن د سايبري جرم په تور ونيول شو

ننګرهار کې يو تن د سايبري جرم په تور ونيول شو
منسوبينو د اسرار په نوم د نازيانو ولسوالۍ هغه اوسيدونکی نيولی، چې په فيسبوک کې يې د نجونو په نوم ايډيانې درلودې او له خلکو به يې په دوکه پيسې اخيستلې.
یاد دفتر زیاتوي، نوموړی په داسې مهال بانک کې نيول شوی، چې تازه له سعودي څخه يو مسافر د پيسو حواله ورته کړې وه.
اسرار اعتراف کړی، چې د نجونو په نوم بېلابېلې ايډيانې يې جوړې کړې وې، چې په مختلفو طريقو يې له خلکو پيسې اخيستې.
(2022 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ننګرهار کې يو تن د سايبري جرم په تور ونيول شو.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د امنې قوماندانۍ منسوبينو د اسرار په نوم د نازيانو ولسوالۍ هغه اوسيدونکی نيولی، چې په فيسبوک کې يې د نجونو په نوم ايډيانې درلودې او له خلکو به يې په دوکه پيسې اخيستلې.
یاد دفتر زیاتوي، نوموړی په داسې مهال بانک کې نيول شوی، چې تازه له سعودي څخه يو مسافر د پيسو حواله ورته کړې وه.
اړوند موضوعات:
د ا.ا. استخباراتو کاپیسا ولایت کې د مقاومت جبهې ۱۲ غړي نیولي دي
اسرار اعتراف کړی، چې د نجونو په نوم بېلابېلې ايډيانې يې جوړې کړې وې، چې په مختلفو طريقو يې له خلکو پيسې اخيستې.





