په جنوبي وزيرستان کې ترهګرو په يو چيک پوسټ بريد کړی،ځوابی کاروای په ترڅ کې يې يو ترهګر وژل شوی دی.

باغي ټي وی رپورټ
دپوليسو دسرچينو ترمخه ترهګرو تيره شپه دښار دپوليسو په واڼه اؤ باغيچه پوسته بريد کړى دى.
دپوليسو دسرچينو له مخې تر 50ؤ څخه زياتو ترهګرو په چيک پوسټ بريد کړى چې په مهال يې دپوځ سره د ډزو په تبادله کې يو ترهه گر وژل شوى او په ډزو کې يو امنيتي اهلکار ژوبل شوى دى.
دپوليسو دسرچينو له مخې دپوليسو اؤ ايف سي ځوابي کارروايۍ وروستو ترهګر تښتيدلي دي اؤ د وژل شوي ترهګر جسد يې په قبضه کې اخستى دى.






