کاناډا په ټورنټو ښار کې د ډزو په پېښه کې د بریدګر په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
کاناډا په ټورنټو ښار کې د ډزو په پېښه کې د بریدګر په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. دبهرنيو ميډيا له مخې دشورو په ورځ په ټورنټو کې د ډزو پيښه شوې وه چې پکې دبريد کوونکي په ګډون شپږ کسان وژل شوي وؤ.
ډزې د ټورنټو ښار په څنډه کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې شوې چې پکې یوه وسله وال پنځه کسان وژلي او یو یې سخت ټپي کړی دی.
پولیسو د عملیاتو پر مهال وسله وال وژلی دی. پوليسو د وسله والو د وژل کېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې دغه وسله وال د دوى يو افسر وژلى دى.





