د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر اصف زرداري وايي، د پنجاب اسمبلۍ د ژغورلو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر اصف زرداري وايي، د پنجاب اسمبلۍ د ژغورلو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، د جمهوري ثبات او د پارلمان د برتري لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
لاهور کښې د آصف زرداري په مشرۍ کښې بلاول هاؤس کښې د پيپلز پارټئ پنجاب پارلېماني پارټۍ غونډه شوې چې پکښې د پنجاب سياسي صورتحال جاج اخستلې شوې۔
دپيپلز پارټۍ پارليماني گوند د اصف زرداري په مشرۍ بشپړ باور څرگند کړى دى.
ملاقات کښې اصف زرداري د وزيراعظم او چوهدري شجاعت سره د ملاقاتونو په اړه پارلېماني پارټي په اعتماد کښې واخستل۔
اصف زرداري وويل راتلونکى وخت د انارشي اؤ انارشي سياست نۀ شي زغملى، پيپلز پارټۍ به د اساسي قانون تر حاکميت، د پارليمان د بقا او د غريبانو تر بريا پورې مبارزې ته دوام ورکوي او د بهټو د بقا مشن به پوره کوي. د سیاسي نظام ..
پارليماني مشر حسن مرتضي وويل جمهوري قوتونه اصف زرداري ته ګوري، اصف زرداري د امکاناتو په سياست کې ماهر دى.




