بلوچستان اسمبلۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف د غړو د استعفا پر سر اختلافونه مخې ته راغلي دی

0
74

باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان اسمبلۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف د غړو د استعفا پر سر اختلافونه راپورته شول.

دسرچينو له مخې دپي ټي ائي بلوچستان اسمبلۍ غړي په دوه ډلو ويشل شوي، دپي ټي ائي پارليماني ليډر نصيب الله مري ډله داستعفي په حق کې ده.

سرچينې وائي چې داسمبلۍ غړي سردار يار محمد رند ډله نۀ غواړي چې استعفا ورکړي.په دې اړه نصيب الله مري وايي د بلوچستان اسمبلۍ نه د استعفاګانو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې، کله چې عمران خان امر وکړي موږ به استعفا ورکوو.

ياده دي وي چي پي ټي آئي بلوچستان اسمبلي کښي اووه غړي لري۔

Leave a reply