د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي د عدم اعتماد د تحريک مقصد له ټاکنو څخه تېښته ده

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي د عدم اعتماد د تحريک مقصد له ټاکنو څخه تېښته ده، د عدم اعتماد تحريک به ناکامه شي او پروېز الهي به اسمبلۍ منحل کړي.

د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري دا ردعمل د پنجاب د وزيراعلي په ضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو او ګورنر نه د اعتماد ووټ اخستو غوښتنه کړې ده۔
په يو بيان کې فواد چوهدري وئيلي دي چې رانا ثناءالله او احسن اقبال وئيلي دي چې اسمبلۍ منحل کړئ او ټاکنو ته لاړ شئ.

فواد چوهدري وئيلي دي چې د عدم اعتماد تحريک به ناکاميږي او پرويز الهي به اسمبلۍ منحل کوي، د خلکو فيصله حتمي ده.ياده دې وي چې د عدم اعتماد تحريک وروستو د پنجاب ګورنر هم د پنجاب وزيراعلې نه د اعتماد رايې اخستو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply