امریکا وايي د بنو له حالاتو خبر دی او له یرغلګرو یې غوښتي چې قبضه پای ته ورسوي.
باغی ټي وي رپورټ
امریکا وايي د بنو له حالاتو خبر دی او له یرغلګرو یې غوښتي چې قبضه پای ته ورسوي.
دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند نيډ پرائس دخبرو په مهال وئيلي دي چې پاکستان دامريکا ستراتيژيک ملگرى دى اؤ دتندلارو په ضد په گامونو کې دپاکستان مرستې ته تيار دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل پاکستان اؤ هند دواړه دامريکا شريکان دي، امريکا ددواړو هيوادونو ترمينځ مثبت ډيالوګ ليدل غواړي، دواړو هيوادونو سره خپلو اړيکو ته ارزښت ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، پاکستان او هند باید په ګډه د کشمیر په اړه خبرې وکړي.
ياده دي وي چي تيره ورځ بنو کښي د سي ټي ډي په کمپاؤنډ باندي ترهګرو حمله کړي وه چي پکښي د ترهګرو په ضد عمليات روان دي چي پکښي تر اوسه يو پوليس اهلکار شهيد او دري سکيورټي اهلکار ژوبل شوي دي۔