ډاکټر ملا عبدالواسع: موږ يو قوم او يو قشر ته نه، بلکې ټولو افغانانو ته د خدمت مسووليت لرو.

0
222

ډاکټر ملا عبدالواسع: موږ يو قوم او يو قشر ته نه، بلکې ټولو افغانانو ته د خدمت مسووليت لرو.

19 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع دا څرګندونې د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیسې ممتاز یوسفزۍ په مشرۍ د یادې خونې مدیره پلاوي سره ارګ کې په کتنه کې وکړې.

 

دوی له اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې ملاتړ او فعاله ساتلو ښځينه سوداګرو ته د سوداګريزو ويزو ورکړه کې د اسانتياوو رامنځته کولو، د جوازونو ورکولو، املاکو کرایې او مالیاتو په برخو کې د ځانګړو همکاريو،د ځانګړو سوداګريزو مارکېټونو ايجاد او ګاونډيو هيوادونو سره د ښځينه سوداګرو ګډې خونې رامنځته کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

 

ډاکتر ملا عبدالواسع وويل، خصوصي سکتور سره د دې کتنو هدف د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او واټن لمنځه وړل دي.

 

نوموړي ښځينه سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ پر وړاندې ټول شته خنډونه لرې او دا چې اوس الحمدالله اسلامي نظام قایم دی، نو د شريعت په رڼا کې به د سوداګرو ټولو غوښتنو ته رسيدګي وشي. موږ يو قوم او يو قشر ته نه، بلکې ټولو افغانانو ته د خدمت مسووليت لرو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر عبدالواسع نن ورځ د کرکټ ملي لوبډلې له غړو سره وکتل.

 

ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ارګانونو سره شريکې کړي.

Leave a reply