پیښو سره د مبارزې وزارت زابل او فراه ولایتونو کې نیږدې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

0
119

پیښو سره د مبارزې وزارت زابل او فراه ولایتونو کې نیږدې ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.

19 دسمبر 2022

د IOM موسسې د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز او ۱۰ نورو ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۷۹۷ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دغه مرسته کې د ۱۸۸۰۰ نغدي افغانیو سربیره هرې کورنۍ ته یو دانه نارینه پټو، یوه جوړه نارینه بوټان، یوه جوړه ښځینه بوټان، څلور جوړې ماشومانو بوټان، دولس جوړي جورابې، څلور جوړې د ماشومانو دستکشی، څلور جوړې د ماشومانو خولۍ، دري دانې کمپلې ووېشل شول.

همدا راز د ORD موسسې د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز کې ۱۰۳۱ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې هلمند او کنړ ولایتونو کې نیږدې ۱۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته کړی.

په دغه لړۍ کې به هرې کورنۍ ته د شپږ میاشتو لپاره د میاشتې ۶۰ امریکایي ډالر وېشل کېږي.

Leave a reply