د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي، په اوسنيو حالاتو کې وختي ټاکنې د هېواد په ګټه نه دي: بلاول بوټو زرداري

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي، په اوسنيو حالاتو کې وختي ټاکنې د هېواد په ګټه نه دي، دا ډېره د افسوس خبره ده چې له کله راهیسې چې عمران خان له واکه لرې شو، ټاکنې ځنډول شوې دي.

امريکايي ټي وي سره د مرکې په مهال بلاول بهټو وويل د عمران خان ناحقه احتجاجونه هيواد ته زيان رسوي، په موجوده صورتحال کې وختي انتخابات د ملک په ګټه نۀ دي.
بلاول بوټو د هند په تړاو د پوښتنې په ځواب کې مودي ته د ګجرات قصاب ویلو د بیان دفاع وکړه او ویې ویل چې ده د هند د لومړي وزیر په تړاو تاریخي حقیقت تکرار کړی دی.

هغه زیاته کړه، پاکستان د سېلابونو وروسته، چې په پاکستان کې یې پراخې ویجاړې کړې، د بیارغونې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

ياده دي وي چي دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري واشنګټن ته رسيدلي دي هغه به نن دنهي په ورځ د امریکا مقامي تھنک ټنک ته هم وينا کوي۔

Leave a reply