د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري د کورنګي ځوان اظهر په وژنه کې د ککړو ملزمانو نيولو دپاره درې ورځې وخت ورکړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري د کورنګي ځوان اظهر په وژنه کې د ککړو ملزمانو نيولو دپاره درې ورځې وخت ورکړی دی.
د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري عوامي کالونۍ پوليس سټيشن ته رسېدلی چرته چې د سټريټ کرائم په دغه پېښه کې د ککړو ملزمانو د نيولو په اړه يې د ايس ايچ او نه معلومات ترلاسه کړي دي.
ایس ایچ او د سندهـ ګورنر ته وویل چې د ملزمانو د نیولو هڅې روانې دي او په دریو ورځو کې به ملزمان ونیول شي.
د سندهـ ګورنر وويل که په دريو ورځو کې ملزمان ونيول شي نو گورنر هاوس ته به يې بوځي او د سرو زرو مډالونه به ورته وړاندې کوي.
وروسته ميډيا سره خبرو کې کامران تيسوري وويل په کراچۍ کې پرله پسې د سړکونو کرائمونه روان دي او دا لړۍ نه ختميږي، د اين اي ډي طالب علم وژل شوی، د ځوان د پلار غم د بيان نه وړ دی.
هغه زياته کړه چې زه په پرله پسې ډول ايس ايچ اوز ته داهم کوم چې دبچ کولو لپاره دې ايس ايچ او سره وخت په وخت خبرې کړي، ما پوښتنه کړې ده چې مجرمان به کله عدالت ته راکش کړل شي، پوليسو ماته د کورنګي پيښې په اړه 3 ورځې وخت ورکړى دى. نتیجه یې نه ده معلومه، د ایس ایچ او خلاف دې اقدام وشي.