چینايي کمپنۍ د سندهـ حکومت نه د امنیت د ښه کولو غوښتنه وکړه وروسته له هغې چې وسله والو کسانو کارکوونکو ته ګواښ وکړ او د پیسو غوښتنه یې وکړه.

باغي ټي وي رپورټ
چینايي کمپنۍ د سندهـ حکومت نه د امنیت د ښه کولو غوښتنه وکړه وروسته له هغې چې وسله والو کسانو کارکوونکو ته ګواښ وکړ او د پیسو غوښتنه یې وکړه.
سندهه حکومت ته د بجلۍ ټرانسمشن نيټ ورک اپګريډ کولو په اړه د يوې چينايي کمپنۍ لخوا ليکل شوي خط کښې وئيلي شوي چې دغه شرکت د TP 1000 پروژې کښې د ګريډ سټيشنونو او ټرانسميشن لائنونو په جوړولو کار کوي۔
سندهـ حکومت ته په ليکل شوي خط کې ويل شوي دي چې نامعلومو وسله والو په ملير ضلع کې کارکوؤنکو ته گواښونه کړي او پيسې يې غوښتې دي، نامعلومو وسله والو په پروجيکټ کې کار کوونکو فرعي قرارداديانو څخه هم پيسې غوښتې دي.
د سندهـ حکومت ته په یو خط کې چینايي کمپنۍ ویلي چې په خط کې پولیسو او رینجر ته هم خبر ورکړی شوی چې د ټرانسمیشن لائن اپ گریڈیشن پروژې د امنیت لپاره دې فول پروف انتظامات وشي.






