د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې يوه مهمه غونډه شوې چې پکښې د ملک په سياسي صورتحال غور اوکړے شو چې پکښې د پنجاب اسمبلۍ ماتيدو نه بچ کولو په ټولو آپشنونو غور اوکړے شو
باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د (ن) لیگ مشرتابه د پنجاب په روان سیاسي وضعیت باندې غور پیل کړې،مشرانو مهمه غونډه کړې .
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې يوه مهمه غونډه شوې چې پکښې د ملک په سياسي صورتحال غور اوکړے شو چې پکښې د پنجاب اسمبلۍ ماتيدو نه بچ کولو په ټولو آپشنونو غور اوکړے شو۔ وزيراعظم شهباز شريف سره د سياحت په اړه صلاحكار وکيل عون چوهدري هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې هغه وزيراعظم ته د جهانګير ترين خاص پيغام وركړو۔ ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د جمعې په ورځ د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کولو اعلان کړې دې۔