وسله والو غلو په ګلستان جوهر کې د واده پر یوه تالار برید کړی او میلمانه یې لوټ کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: وسله والو غلو په ګلستان جوهر کې د واده پر یوه تالار برید کړی او میلمانه یې لوټ کړي دي. دپوليسو ترمخه دشارع فيصل دپوليسو په حدودو کې دگلستان جوهر بلاک په ١٣مه ناحيه کې دوه وسله وال غله د واده تالار ته ننوتلي اؤ دغلته يې مېلمانه يرغمل کړي اؤ ددرې زرو څخه زياتې پيسې، موبائيل فونونه اؤ نور قيمتي توکي يې لوټ کړي دي. په اسانۍ سره د واده له تالار څخه بهر په خپل موټرسایکل کې ناست و. د پيښي په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروستو مقامي پوليس موقعې ته رسيدلي او د تالار سي سي ټي وي فوټيجونه ئي ترلاسه کړي دي۔ پولیس وايي، پېښه د واده د مراسمو په پای کې شوې، دوی د ویډیو په مرسته د تورنو لټون پیل کړی دی.






