د مسلم ليګ (ق) صدر چوهدري شجاعت وئيلي دي چې عام انتخابات زر نه وينم ځکه چې په پنجاب کښې حالات ښه دي

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د مسلم ليګ (ق) صدر چوهدري شجاعت وئيلي دي چې عام انتخابات ژر نه وينم په داسې حال کښې چې په پنجاب کښې حالات ښه روان دي .
خپل يو بيان كښې چوهدري شجاعت حسېن ووئيل چې د شهباز شريف او آصف زرداري سره د پرون ملاقات ښه وو او كومې منفي خبرې نه وې شوې په داسې حال كښې چې نن مې له كوم مشر سره ملاقات نه دې كړې٬ سياسي رابطې او ملاقاتونه به تر راتلونكو درې څلورو ورځو پورې دوام لري۔ راتلونکی سیاسي پلان به په ګډه پریکړه کیږي.
چوهدري شجاعت وويل په پنجاب کې ښه روان دى، پيپلز پارټۍ اؤ مسلم ليگ(ن) د عدم اعتماد اؤ باور درايې په شمول په دواړو آپشنونو غور کوي، هغوي ته به نور آپشنونه وي، دواړو ګوندونو ماته يواځې دوه آپشنونه ويلي دي.
(ق) د لیګ مشر وویل هغه کسان چې د عدم اعتماد رایې نه لري خپل شمیر به پوره کړي، هغه څوک چې پوره رایې لري هغه به خوندي شي، زه فکر کوم چې په راتلونکو ورځو کې به حالات ښه شي.





